Sunday, August 30, 2015

دینی مدارس

دهیوادپه اکثره ولایتوکی په لسګونودینی مدارس شتون لری چی پکی په زرګونو زده کونکی خپلی زدکړی پرمخ وړی دغه مدارس چی په ټولنه کی ځانګړی مقام اواهمیت لری اکثره پکی شخصی ځینی پکی دولتی اوځینی بیاپکی خصوصی یعنی دولت سره ثبت اورا جستردی دهیواد دجیدو اوباتجربه علماءکرامو او استاذانولخوا یی تدریسی چاری پرمخ وړل کیږی دغه مدارس چی مالی منبعه عام ولس اوشتمن هیواد وال دی چی  مدارسو اوزده کونکوسره په هر اړخیزوضرورتونوکی مالی مرستی اوهمکاری کوی ننګرهار یوله هغه ولایتونوڅخه شمیرل کیږی چی پکی په لسګونو دینی مدارس فعال دی اوپه زرګونو زده کونکی پکی خپلی زدکړی کوی دغه لړی کی یوهم امام ابویوسف (رح)خصوصی عالی دارالعلوم دی چی معارف وزارت سره ثبت اوراجستردی چی دننګرهارښار اړوندلسمه ویاله بیزاکمالاتی کی موقعیت لری ده 1389 کال راهیسی درسی چاری عملاپیل کړی پکی دهیواد دمختلفو ولایتونو په سلګونو زده کونکی خپلی زدکړی پکی پرمخ وړی دغه دارالعلوم چی دحفظ اوناظری سربیره له شپږم ټولګی څخه ترڅوارلسم ټولګی پوری شاګردان لری  درسی چاری یی دسهارله خوا دشل تنه استاذانو له خوا پرمخ وړل کیږی نوموړی دارالعلوم چی څلور اداری او دولس درسی خونی لری دلسګونونهاری شاګردنو سربیره 170 تنه زده کونکولپاره وړیالیلیه هم لری چی مصارف عام ولس اویوشمیرمتدین شتمن ورکوی نوموړی دارالعلوم دخپل فعالیت په پنځه کلنه موده کی ټولنی ته دغوره خدمت په موخه دلسګونوحافظانوترڅنګ دوه دوری دڅوارلسم ټولګی فارغان په شه کیفیت روزلی اوټولنی اوهیوادته دشه خدمت په موخه وړاندی کړی دی 

دماشومان په باره لیکنیی

دماشومان په باره لیکنیی
۱: ماشومان ښونی اوروزنی حق لری.
۲: هرماشوم  ‌ژوندی کیدواودخپل ځان دوده ورکولولپاره خق لری چی په شه روغتیایی پاملرنی مقوی غذایی مواواوپاکواوبوته لاس رسی ولری.
۳: ماشومان حق لری چی دنوروماشومانو سره لیدنه اوملګریتیا وکړی اوهیڅوک بایدهغوی ته ضرراوزیان ونه رسوی چی هغوی دخپل منلی اومسلم حق څخه محرم ونه کړی.
۴:ماشومان حق لری چی دنورودماشومانوسره لیدنه ملګرتیا وکړی هیڅوک باید خغوی ته ضرر او زیان ونه زسوی چی هغوی دخپل منلی اسلم محروم کړی.

۵: هرماشوم حق لری دهر هغه څیز په اړه چی تشویش لری په آزادانه توګه خبری وکړی او هغوی نظریو ته باید غوږ ونیول شی.